د امام ابو حنیفه رحمه الله تعالی دیني جامعې او ننګرهار پوهنتون نوي رئیسان معرفي شول!

iabhj_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۹:۴۰
معرفت غونډه

نن سه‌شنبه، چې د ۱۴۴۸/۲/۲۷ هـ ق نېټې سره برابره ده، د عالیقدر زعیم حفظه الله تعالی د حکم پر اساس، د ننګرهار پوهنتون مخکنی رئیس شیخ انعام‌الله مدني د امام ابوحنیفه رحمه‌الله دیني جامعې د نوي رئیس او مفتي عبدالوارث بسام د ننګرهار پوهنتون د نوي رئیس په توګه، د دواړو ادارو کارکوونکو ته رسماً ور وپېژندل شول.

په همدې مناسبت د ننګرهار پوهنتون د غونډو په تالار کې مراسم دائر شول، چې د دواړو ادارو د رهبرۍ، استادانو او کارکوونکو ترڅنګ د علماء شورا رئیس، اطلاعاتو او کلتور رئیس، ولایت مقام استازو، مسؤلینو او علماء کرامو ګډون کړی و.

په مراسمو کې دواړو رئیس صاحبانو خپله دنده امتیاز او منصب نه، بلکې دروند مسؤلیت وباله او ژمنه یې وکړه چې سپارل شوي مسؤلیتونه به د اسلامي ارشاداتو او نافذه قوانینو په رڼا کې په ښه توګه ترسره کوي.

په پای کې دواړو رئیس صاحبانو ته د هغوی د تېرو ښو خدمتونو د تقدیر په موخه ستاینلیکونه ورکړل شول او مراسم د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د رئیس پوهنیار حافظ سیدمحمد قاسم هاشمي په دعا پای ته ورسېدل.