د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په قانون کې له استادانو او اداري کارکوونکو څخه تقریري ازموینه واخیستل شوه!
د امـام ابوحنیفـه (رحمه الله) دینـي جامعې له اسـتادانو او اداري کارکـوونکو څخـه د امر بالمعـروف او نهـی عن المنکـر قانـون په اړه تقـريري ازموینـه واخیسـتل شـوه
د لوړو زده کړو وزارت د مقام د حکم پر اساس، د امام ابوحنیفه (رحمه الله) دیني جامعې له استادانو او اداري کارکوونکو څخه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون په اړه تقريري ازموینه واخیستل شــوه.
یـاده ازموینه چې موخـه یې د امر بالمعـروف او نهی عن المنکـر قانـون په اړه د استـادانو او اداري کارکوونکـو د پوهـاوي د کچې ارزونـه وه، درې کـاري ورځې یې دوام وکــړ.
ازموینه د امام ابوحنیفه (رحمه الله) دیني جامعې په ریاست کې د جامعې د رئیس، شیـخ مولـوي انعــام الله مـدني، او د دعـوت او ارشـاد کمېټې د مسؤلینـو په حضـور کې ترسره شـوه، چې نـن د ازموینې بهیـر په بشپــړې روڼتیا او شفـافیت ســره پــای ته ورسېد.
د نشـراتو او عامــه اړیکو مدیـریت
