د امام ابو حنیفه(رحمه الله) دیني جامعې اړوند د تخصصاتو ریاست نوی رئیس رسماً معرفي شو!

iabhj_admin
Wed, Sep 23 2026 10:06 AM
نوی

د امام ابوحنیفه (رحمه الله) دیني جامعې اړوند د تخصصاتو ریاست نوی رئیس رسماً معرفي شو

نن چهارشنبه، د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیع‌الثاني په ۱۰مه، د رئیس‌الوزراء د ځانګړي حکم پر بنسټ، محترم مفتي عبدالبصیر منیب د امام ابوحنیفه (رحمه الله) دیني جامعې اړوند د تخصصاتو ریاست د نوي رئیس په توګه استادانو او اداري کارکوونکو ته رسماً معرفي شو.

په همدې مناسبت د امام ابوحنیفه (رحمه الله) دیني جامعې په عمومي مکتبه  کې مراسم جوړ شوي وو، چې د جامعې عمومي رئیس شیخ مولوي انعام‌الله مدني، د ننګرهار پوهنتون رئیس مفتي عبدالوارث بسام، د جامعې علمي مرستیال مفتي عطاءالله حکیمي، د جامعې د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمدحسن نعماني، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

مراسم د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول. ورپسې د جامعې عمومي رئیس شیخ مولوي انعام‌الله مدني د پرانیستې وینا پر مهال وویل: «راسپارل شوې دندې، مسؤولیتونه او صلاحیتونه ستر الهي امانتونه دي او باید په سمه او مسؤولانه توګه ادا کړل شي.»

نوموړي پر ټولو مسؤولینو او کارکوونکو غږ وکړ چې خپلې چارې په پوره اخلاص، ژمنتیا او همغږۍ سره ترسره کړي او د سپارل شوو مسؤولیتونو په ترسره کولو کې د اسلامي ارزښتونو او اداري اصولو رعایت وکړي.

په مراسمو کې نوي ټاکل شوي رئیس، محترم مفتي عبدالبصیر منیب، خپله نوې دنده امتیاز او منصب نه، بلکې دروند مسؤولیت وباله او ژمنه یې وکړه چې سپارل شوي مسؤولیتونه به د اسلامي ارشاداتو او نافذه قوانینو په رڼا کې په ښه توګه ترسره کوي.

غونډه د جامعې مشر استاد مفتي شاهدالله حقاني په دعائیه سره پای ته ورسېده.

*د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت*