د امام ابو حنیفه(رحمه الله) دیني جامعې فاضلانو ته د رواني ستونزو پیژندنې او حل لارو علمي روزنیز سمینار دایر شو!

iabhj_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۳۹
فاضلانو سمینار

د امــام ابوحنیفـه (رحمه الله) دیني جامعې  فاضلانو ته  د رواني ستونـزو  پېژندنې، لاملونو او درملنې په اړه یې علمي او روزنیـز سیمیـنار د يادې جـامعې په عمومي کتابتون کې دائـر شو.

سیمینار د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شو،چې ورپسې د نوموړی جامعې  د دیني تخصصاتو رئیس مفتي عبدالبصیر منیب د سیمینار د ارزښت او اهمیت په اړه هر اړخیزې  خبرې وکړې او فاضلانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې له ورکړل شوي وخت څخه اعظمي استفاده وکړي، تر څو مقصوده ثمره ترلاسه شي.

وروسته سمينار ارائه کونکي د ننګرهار  پوهنتون ارواپوهنې څانګې  مشر استاد،  پوهنمل رازمحمد فیضي د رواني ناروغیو د پېژندنې، لاملونو او درملنې په اړه هر اړخیز علمي معلومات وړاندې کړل او د موضوع اړونده اړينې برخې  یې   ګډونوالو ته تشريح  او توضيح کړل.

ياده دې وي چې د سیمنار  پای کې فاضلانو د سیمینار له تنظیموونکو اداري پرسونل  او د سيمنار له وړاندې کوونکي استاد څخه د مننې ترڅنګ، دا ډول علمي سیمینارونه ګټور وبلل ، د لا زیاتېدو هیله یې څرګنده کړه او سیمینار د عائيه سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړيکو مدیریت